((.پاکستان خپلو نیابتي ملیشو، وسله والو طالبانو ته د خدای لښکر وايي))


د وسله والو طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو او مطرحو سیاسونو تازه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وړمې ورځې له لیدنې څخه وروسته د پاکستان د دفاع پخوانی وزیر او سیاستوال خواجه اصف د یادې لیدنې عکس خپرولو سره لیکلی: (( زور تاسو سره او خدای له موږ سره دی.))

د پاکستاني سیاستوال خواجه اصف یاد نظر د افغانستان او پاکستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له توند غبرګون سره مخ شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور احمد پشتین، محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د کوزې پښتونخوا ګنو سیاستوالو په ټوېټر او فیسبوک د خواجه اصف څرګندونې ته په غبرګون کې ولیکل، پاکستاني ریاست تل دوه مخې پالیسي کړي، چې یو لوري ته د ترهګرۍ پر وړاندي د امریکا ملګری هېواد دی او په دې بهانه یې ورڅخه سلګونه ملیونه ډالر مرسته اخستې؛ خو بل لوربیا وسله والو طالبانو ته، چې د پنجاب نیابتي ملیشي دي د خدای لښکر وايي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په ټوېټر کې خواجه اصف ته په ځواب کې لیکلي، خدای ستاسې په اجاره کې نه دی؛ خو ترهګر او ترهګرۍ ستاسو اجاره او کار دی.

د چارو کارپوهان د خواجه اصف د څرګندونو په اړه وايي، پاکستان یو بې ثباته افغانستان غواړي او په دې برخه کې د هرې هغې ډلې ملاتړ کوي، چې د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي، چې د طالبانو را منځته کول او ملاتړ یې یو مثال دی.

د دوی په وینا، نړۍ او نړېوال په دې پوهیږي، چې پاکستان د ترهګرو لپاره د روزنې، ملاتړ او ارام ځای دی او یاد هېواد په سېمه کې د نړېوالو له لورې د دویم اسرایل په توګه رامنځ ته کړل شوی.

د چارو کارپوهان وايي، پاکستان که د وسله والو طالبانو نظریاتو له مخې نظام غواړي؛ پاکستان کې دې پلي کړي او اوسنی اساسي قانون یې، چې د انګریزانو له لورې جوړ شوی لغوه اعلان کړي.

خواجه اصف تېرکال په یوه مرکه کې ویلي و، هېواد یې له خپلې خاورې پر افغانستان ۵۸۰۰۰ بریدونو لپاره امریکا سره تړون کړی و او پاکستان د متحده ایالاتو دلالي کړي.


  • 29 وږی 1399